نوازشريف سره داخله وزير چوهدرى نثارلندن کښې ملاقات کړے

وزيراعظم نوازشريف سره داخله وزير چوهدرى نثارلندن کښې ملاقات کړے چې پکښې د ملک سياسى صورتحال او په نورو مهمو چارو خبرى شوى دى
خبرى ايجنسو رپورټ ترمخه داخله وزير چوهدرى نثارعلى خان د لندن چرچل هوټل کښې د وزيراعظم نوازشريف سره ليده کاته کړى دى
خبرى ايجنسۍ وائى چې دا ملاقات نيمه ګهنټه جارى وى چې پکښې لندن کښې د پاکستان هائى کميشن غړى هم موجود وو
دواړو مشرانو د ملک سياسى صورتحال،پانامه ليکس تحقيقاتو معامله او اسلام آباد کښې د تحريک انصاف جلسے په اړه د خيالاتو بدلون کړېدے
خبرى ايجنسۍ زياتوى چې چوهدرى نثار د جرمنى نه واپس راتګ دوران لندن کښې ايسارتيا کړے او د وزيراعظم نوازشريف سره هم ملاقات کړېدے
ياده دى وى چې وزيراعظم د خپل طبى معائنې لپاره تير څلور ورځو راهسې لندن کښې موجود دے ولې داخله وزير چوهدرى نثار د خپلې کورودانې علاج لپاره جرمنى ته تلے وو