نوازشريف په جيل کښې ساتل نه غواړو ، فوادچوهدرى

وفاقى وزير برائے اطلاعات فواد چودهري وئيلي چې نوازشريف په جيل کښې ساتل نه غواړو، پيسې دې واپس کړي بيا چې چرته ئي مرضي وي هلته دې لاړ شي

سکردو کښې خبرې غونډې ته وينا په وخت وفاقي وزير اووئيل چې په ملک کښې داحتساب عمل به په هر صورت کښې منطقې انجام ته رسولې شي، دن ليګ پخواني حکومت ګلګت بلتسان لپاره هيڅ نه دې کړې، دسړکونو خراب حالت د پخواني حکومت نااهلې ثبوت دې، وفاقي وزير اووئيل چې ګلګت بلتستان به عبوري آئيني صوبه جوړولې شي، وفاقي حکومت د ګلګت بلتستان ترقې لپاره ټولو نه لوئې حصه ورکړې او حکومت عوام دوست او تاريخي بجټ پيش کړې، ګلګت بلتستان کښې سياحت فروغ لپاره چې څومره پروازونه شروع کړي دي په ماضې کښې ددې مثال نيشته