نواز شريف او زرداري خاندان سره مي څه ذاتي جنګ نيشته

د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان وئيلي دي چې نواز شريف او زرداري خاندان سره مي څه ذاتي جنګ نيشته، د دوي خلاف کيسونه ادارو جوړ کړي، زمونږ حکومت غورځولو لپاره دوي کروړونه روپۍ خرچ کړي،وائي چې نن د قوم لپاره د فيصله کولو وخت دے، چې دوي د خپل مستقبل دپاره بهر راوځي،څه وخت هم د حقيقي ازادي جمهوري مارچ لپاره کال ورکولې شم،
د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان د پيښور يو ورځنۍ دوري په مهال پيښور کې د صوبو څلور واړو ريجنل عهديدارانو او تحصيل ويلج ممبرانو ته وينا کړي، عمران خان وئيلي چې ټولو ته پکار دے چې حقيقي ازادي تحريک جهاد اوګنړي او په دې کې برخه واخلي،دې وخت په ملک د غلو حکومت دے چا چې تير ديرش کالو راهسي لوټ مار شروع کړې، د تحريک انصاف چيئرمين دا هم وئيلي چې د دغه خلکو اولاد هم بهر وو او دوي هم بهر تختي،شريف او زرداري خاندان سره د غريب څه فکر نيشته دوي خپله غلا پټولو لپاره راغلي، عمران خان زياته کړي چې د غلو ټول کيسونه معاف کولو سلسله جاري ده،کوم چې قوم سره مذاق دے،ځان له لاره صفا کولو لپاره ځما خلاف د دروغو کيسونه جوړوي