نواز شريف او مريم نواز سره اډياله جيل کښي د مسلم ليګ ن اهم مشرانو ملاقاتونه کړے دي

0
139
نوازشريف سره د اهل خانه ملاقات لپاره نن وخت ورکړې شوي

نواز شريف او مريم نواز سره اډياله جيل کښي نن د ملاقاتونو ورځ ده،د مسلم ليګ ن اهم مشرانو خپل ليډر سره ملاقاتونه کړے دي
اډياله جيل کښي قيديانو سره زيارت د ملاقاتونو ورځ وي ولي اختر چهټيانو له وجي جمعے په ورځ نواز شريف او مريم نواز سره ملاقاتونو اجازت ورکړے شو
د ملاقات اجازت ميلاويد سره سم د مسلم ليګ ن قائدينو نواز شريف او مريم نواز سره ملاقاتونو لپاره اډياله جيل ته ورسيدل
د مسلم ليګ ن مشرانو سينيټر پرويز رشيد،خواجه آصف،سينيټر چوهدري تنوير،لفينټننټ جنرل ريټائرډ عبدالقادر بلوچ اډياله جيل کښي نواز شريف او مريم نواز سره ملاقات کړے دے