نواز شريف به اعلان شوي تاريخ پاکستان ته واپس راځي، شهبازشريف

نواز شريف به اعلان شوي تاريخ پاکستان ته واپس راځي، شهبازشريف

د مسلم ليګ ن صدر او پخواني وزير اعظم شهباز شريف ووئيلي دي چې د ن ليګ قائد نواز شريف به پخپل اعلان شوي تاريخ پاکستان ته واپس راځي،د نواز شريف د واپسي په اړه بې بنياده پروپيګنډا کښې هيڅ قسمه حقيقت نشته دې بلخوا د پارټي چيف آرګنائزر مريم نواز وائي چي د نواز شريف دروند استقبال لپاره د کارکنانو لخوا تياريانې زور او شور سره جاري دي

د مسلم ليګ ن قائد نوازشريف د واپسۍ پحقله لندن کښې د مسلم ليګ ن يو اهم اجلاس شوې چې پکښې پخواني وزير اعظم شهباز شريف،چيف آرګنائزز مريم نواز پشمول د پارټي نورو مشرانو ګډون کړې دې،اجلاس کښې نوازشريف يو ځل بيا د احتساب مطالبه کړې، او وئيلي دي چې دوه زره اوولسم کښې خوشحالۍ په لور روان پاکستان د يو سازش لاندې تباه کړې شوې، چې تر څو دغه سازشونو کښې ککړ کسان خپل انجام ته نه وي رسولې شوې ،ترهغې ملک ترقي نشي کولې،
اجلاس کښې موجود د پارټي چيف آرګنائزر مريم نواز اووئيل چي د نواز شريف تاريخي او دروند استقبال لپاره د پارټۍ کارکنانو لخوا تياريانې زور او شور سره جاري دي،مريم نواز وينا وه چې غونډه کښې د نواز شريف استقبال په اړه مهمې فيصلې شوې