نواز شريف به په يويشتم اکتوبر پاکستان رارسيږي، شهباز

نواز شريف به په يويشتم اکتوبر پاکستان رارسيږي، شهباز

د مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف ووئيلي دي چې د ن ليګ قائد او پخواني وزير اعظم نواز شريف به د اعلان شوي پروګرام مطابق په يويشتم اکتوبر پاکستان رارسيږي،د پارټي کارکنانو د خپل قائد تاريخي او دروند استقبال لپاره زور او شور سره تياريانې شروع کړې دي

ميډيا ته جاري بيان کښې د پي ايم ايل اين صدر شهباز شريف وينا وه چې د ن ليګ قائد نوازشريف به د پارټي لخوا اعلان شوي پروګرام مطابق په يوشتم اکتوبر پاکستان ته راسيږي او ټول قام به د هغه تاريخې استقبال کوي
صدر پي ايم ايل اين شهباز شريف په دې حقله د پارټي ليډارانو ته هدايت جاري کړي چې خپلو خپلو حلقو کښې د قائد ن ليګ نواز شريف عظيم الشان استقبال لپاره تياريانې پيل کړې