نواز شريف د پانامه ليکس شخړي نه د توجه اړولو هڅي کوي :عمران خان

blank
دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وئيلي دي چي نواز شريف د پانامه ليکس شخړي نه د توجه اړولو هڅي کوي ولي تحريک انصاف به په دريم دسمبر پوره طاقت سره لاهور ته ضرور راځي
لاهور کښي خبريالانو سره خبرو اترو په وخت عمران خان زياته کړه چي د کرپشن د خاتمي لپاره د نواز شريف احتساب ضروري دے او هغه ټولو سياسي ګوندونو ته د درهم ستمبر په دهرنا کښي د ګډون بلنه ورکوي، چي د کوم ملک مشر کرپټ وي نو هغه ملک چري هم ترقي نه شي کولے
خپله ويناکښي عمران خان زياته کړه چي د نادرا د غلط بيانۍ نه کار اخلي ولي هغوي به د خواجه اصف خلاف سپريم کورټ ته ځي، هغوي د سپريم کورټ نه غوښتني کوي چي د يو لاک جعلي ووټونه تصديق اوکړي
د الطاف حسين په اړه د يو سوال په جواب کښي عمران خان اووئيل چي د ايم کيو ايم مشر د پاکستان په اړه د مودي نه هم زيات زهريله تقريرکړے او د پاکستان خلاف ئي خبري کړې، پاکستان حکومت دي د الطاف حسين خلاف برطانيه کښي کيس اوچلوي،
عمران خان اووئيل حکومت دي د برطانوي حکومت نه غوښتنه اوکي چي د هغوي د شهري له وجي په پاکستان کښي فساد روان دے او د الطاف حسين په وينا پاکستان کښي بي ګناه حلق وژلے کيږي، برطانوي حکومت دي د الطاف حسين پر ضد کاروائي اوکړى