نواز شريف په راتلونکي څو هفتو کښې به وطن ته راورسيږي،مريم نواز

هميشه غل او ډاکو ګرفتاري نه ځان ساتي، مريم نواز

مسلم ليګ نون سينئر نائب صدر او چيف آرګنائزر مريم نواز وئيلي دي چې نواز شريف وطن ته د واپسۍ تياري شروع کړيده او په راتلونکي څو هفتو کښې به وطن ته راورسيږي

بهاولپور کښې د ميډيا سره خبرو اترو دوران مريم نواز اووئيل چې نواز شريف ډير زر وطن ته واپس راشي،هغه د راتلګ تياري شروع کړيده خو د ټکټ کنفرميشن لوجې درته کنفرم نيټه نۀ شومه ښودلې
مريم نواز د پخواني وزير اعظم عمران خان په اړه اووئيل چې هغه اقتدار ته د چا په واسطه باندې راغلې و،څلور کاله ئې په حکومت کښې تير کړل او د اسټيبلشمنټ تعريفونه به ئې کول،خو چې کله د حکومت نه فارغ کړې شو نو په اسټيبلشمنت ئې تنقيد شروع کړو
چيف آرګنائزر وينا وه چې ګهړي چور په خيبرپښتونخوا کښې لس کاله حکومت کړې،تر ټولونه زيات فنډز ميلاويدو باوجود هم نن په پښتونخوا کښې سهوليات د نيشت برابر دي،نن د پښتونخوا پوليس تنها ولاړ دې داسې ښکاري چې ميلاؤ شوي فنډونه په نورو مقاصدو استعمال شويدي۔
د پخواني وزيراعظم شاهد خاقان په اړه شوي تپوس په جواب کښې مريم نواز اووئيل چې شاهد خاقان زمونږ سينئر رهنما دې، هغه د نواز شريف يو نزدې ملګرې دې ،زۀ به د هغه او د پارټۍ نوورو مشرانو په سرپرستۍ کښې خپل کار ته دوام ورکوم