نورعالم خان د کورونا وائرس ښکار شوې

د تحريک انصاف رکن قامي اسمبلي نورعالم خان دکورونا وائرس ښکار شویدې،خپل يو بيان کښې نور عالم خان وئيلي چې د پي ټي آئي خيبر پښتونخوا صدر پرويز خټک ته به د شوکاز نوټس جواب پنځلس ورځو کښې ورکولې شي

د سماجي رابطو په ويب پاڼه خپل بيان کښې د تحريک انصاف خيبر پښتونخوا رهنما او قامي اسمبلې غړې نورعالم خان وئيلي چې دکورونا وائرس ښکار شوې يم خپل بيان کښې نور عالم خان وئيلي چې د تحريک انصاف خيبر پښتونخوا صدرپرويز خټک شوکاز نوټس راته په دري ويشتمه جنورۍ ميلاؤ شويدې نوعالم خان د پرويز خټک په نوم ليکلې شوې خط هم په ټويټر شيئر کړيدې خط کښې وئيلي شوي چې صوبائي صدر ته به د شوکاز نوټس جواب راتلونکي پنځلس ورځو کښې ورکولې شي