نورمقدم قتل کيس ، د ظاهرجعفر د مور د ضمانت درخواست منظور

سپريم کورټ د نور مقدم قتل مرکزى ملزم ظاهر جعفر د پلار درخواست ضمانت خارج کړې او د مور د ضمانت درخواست ئې منظور کړېدې ،عدالت د هائيکورټ فيصله معطل کولو په اړه د ملزمانو د وکيل خواست هم رد کړے او دوه مياشتو کښې د کيس ټرائل مکمل کولو فيصله ئې برقرار ساتلې، عدالت وئيلي چې سپريم کورټ به د هائيکورټ ټرائل په اړه فيصله کښې مداخلت نه کوي

د جسټس عمر عطا بنديال په مشرې کښې د سپريم کورټ درې کسيز عدالت د نور مقدم قتل کيس مرکزي ملزم ظاهر جعفر والدينو درخواست ضمانت باندې سماعت کړېدې د ملزمانو وکيل خواجه حارث عدالت ته اووئيل چې د هغه دواڼه مؤکلان مرکزي ملزمان نه دي،دوي باندې د قتل پټولو او پوليس ته په وخت اطلاع نه کولو الزامونه دي د عدالت په پښتنه خواجه حارث اووئيل چې د مرکزي ملزم ظاهر جعفر صرف د منشياتو ټيسټ شوے او د ذهني حالت جاج اخيستو معائنه نه ده شوې جسټس قاضي امين اووئيل چې ملزم انکار اوکړي نو ذهني حالت نه کتلې کيږي ،د ذهني کيفيت سوال صرف د جرم اقرار نه پس راپورته کيږي د عدالت په يوه بل سوال ايډوکيټ جنرل اووئيل چې ملزم باندې فرد جرم لګولې شوے او اته هفتو کښې به ئې ټرائل هم مکمل کړے شي عدالت د مرکزي ملزم ظاهر جعفر د مور عصمت جعفر درخواست ضمانت منظور کړے او دلس لکه روپو مچلکې جمع کولو هدايت ئې ورته کړيدے سپريم کورټ د ملزم د پلارذاکر جعفر درخواست ضمانت خارج کړې او داسلام آباد هائيکورټ فيصله معطل کولو په اړه د ملزمانو د وکيل خواست هم رد کړے او دوه مياشتو کښې ئې د کيس ټرائل مکمل کولو فيصله برقرار ساتلې او وئيلي دي چې سپريم کورټ به ټرائل دوران کيس کښې مداخلت نه کوي