نورمقدم کيس ، د ملزم نور درې ورځې جسمانى ريمانډ منظور

اسلام آباد ډسټرکټ اينډ سيشن عدالت کښې نور مقدم قتل کيس سماعت شوے دے ، عدالت د ملزم ظاهر ذاکر جعفر نور درې ورځې جسماني ريمانډ منظور کړے دے ، بلخوا عدالت د ملزم ظاهر جعفر والدينو پوليس خلاف حبس بے جا کښې ساتلو درخواستونه مسترد کړي دي

د سماعت دوران سرکاري وکيل ساجد چيمه عدالت ته ووئيل چې د وقوعه سي سي ټي وي ويډيوز حاصل کړے شوي ، د هغې فرانزک کول دي ، ملزم لاهور ته د بوتلو ضرورت دے ، د ملزم دې درې ورځې نور جسماني ريمانډ منظور کړے شي په دې موقع د ملزم وکيل موقف خپل کړو که فرانزک ټسټ کول ضروري وي نو تصوير اخيستو ورستو دې اوکړے شي ، ملزم ته په جسماني طور لاهور ته د بوتلو ضرورت نيشته سماعت ورستو عدالت د جسماني ريمانډ استدعا باندې فيصله محفوظ کړه ، د وقفې ورستو عدالت د ملزم ظاهر ذاکر جعفر درې ورځې جسماني ريمانډ منظور کړو بلخوا سيشن عدالت مرکزي ملزم ظاهر جعفر والدينو د پوليس خلاف حبس بے جا کښې ساتلو درخواستونه مسترد کړي ، د ملزم والد ذاکر جعفر او مور عصمت د عبوري ضمانت باوجود ګرفتارۍ باندې د پوليس خلاف حبس بے جا کښې ساتلو درخواست جمع کړے وو