نومبر ،دسمبر کښې خلق ډوډۍ زياته خوري ځکه د اوړو قلت راغلې: شيخ رشيد

نومبر ،دسمبر کښې خلق ډوډۍ زياته خوري ځکه د اوړو قلت راغلې: شيخ رشيد

اول د ټماټرو ګرانيدو متعلق وزيرانو عجيبه منطق پيش کړې وو او اوس د اوړو متعلق ، وفاقي وزير ريلوے شيخ رشيد وائي چې په نومبر ،دسمبر کښې خلق ډوډۍ زياته خوري ځکه د اوړو قلت راغلې او ګران شويدي
لاهور کښې پريس کانفرنس په وخت وفاقي وزير ريلوے شيخ رشيد وئيلي دي چې ملک کښې ګراني ده او په نومبر ،دسمبر کښې خلق ډوډۍ هم زياته خوره په دې وجه د اوړو قلت راغلې او ګران شويدي
شيخ رشيد وائي چې په موجوده وخت کښې د عمران خان نه علاوه هيڅ آپشن نشته ، مهنګائۍ ختميدو لپاره مونږ ته درې کاله وخت پکار دې چې پکښې يو نيم کال تير شويدے
شيخ رشيد د وزيراعلي سردار عثمان بزدار متعلق وئيلي دي چې تر کومې پورې وزيراعظم عمران خان د بزدار سره دې نو مونږ هم ورسره کلک ولاړ يؤ