وفاقي وزير قانون اعظم نذير تارړ وئيلي دي چي هيڅ يو آئيني کار په دي وجه نه غير آئيني کيږي، چي هغه په مقرره وخت اونه شو، وزير قانون مطابق نوي ورځي پس کيدونکي اليکشن لپاره د قانون سازۍ ضرورت نيشته، خو متعلقه ادارو ته به په وخت اليکشن نه کولو ټهوس وجه ښودل وي،
وفاقي وزير قانون اعظم نذير تارړ اسلام آباد کښې صحافيانو سره خبري کړي، هغه نه يو صحافي سوال کړے که چري نوے ورځي ورستو صوبائي اسمبليانو ټاکني اوشوي، نو د هغي آئيني حيثيت به څه وي؟ په جواب کښې وفاقي وزير قانون اووئيل چي هيڅ يو آئيني کار په دي وجه نه غير آئيني کيږي، چي هغه په مقرره وخت اونه شو،آئين کښې ليکلے شويدي چي که يو آئيني کار په مقرره وخت او نه شو، نو د هغي به ټهوس وجوهات پيش کول وي، د اعظم نذير تارړ وينا وه چي نوي ورځي ورستو کيدونکي اليکشن لپاره د قانون سازي کولو ضرورت نيشته، ليکن متعلقه ادارو ته به د ټاکنو په وخت نه کولو وجوهات ښودل دي