سپريم کورت لخوا دنيب تراميم کالعدم ګرځولو ورستو په فيصله عمل درآمد سلسله جاري ده ، دي لړکښي احتساب عدالتونو کښي د پخواني صدراصف زرداري ،سابق وزرائے اعظم نواز شريف ، يوسف رضا ګيلاني او راجه پرويز اشرف خلاف د مختلف نيب ريفرنسز ريکارډ جمع کړي شوي
دقومي احتساب بيورو تفتيشي آفسرانو لخوا نن د نور اتلس ريفرنسز ريکارډ جمع کړي شوي ،چي ورسره په اتيا ريفرنسز کښي د څلور څلويښت ريفرنسز ريکارډ ترواسه پوري احتساب عدالتونو کښي جمع کړي شوي
د نواز شريف ، يوسف رضا ګيلاني او آصف علي زرداري خلاف د توشه خانه ريفرنس ريکارډ جمع کړي شوي
د راجه پرويز اشرف خلاف د رينټل پاور ريفرنس ريکارډ هم جمع شوي، د پخواني صدر آصف علي زرداري خلاف د اته ارب روپو مشکوک ټرانزيکشن په حوله د ريفرنس ريکارډ هم جمع کړي شوي
د نيب تفتيشي افسرانو دا دري ريفرنسز د اسلام آباد احتساب عدالت نمبر تين کښي جمع کړي او د احتساب عدالت چارواکو لخوا د جمع شوي ريکارډ جانچ پړتال سلسله جاري ده
ياده دي وي چه په پنځلسم ستمبر پخواني چيف جسټس عمر عطا بنديال فيصله اورولي وه ، کوم کښي چه دنيب تراميم خلاف د چئيرمين پي ټي آئي درخواست قابل سماعت ګرځولي شوي وو او د نيب تراميم يو شمير شقونه کالعدم کړي شوي وو