نيب دپرويز خټک په ضد د اختياراتو ناجائز استعمال په وجه انکوائري شروع کړے

0
19
نيب دپرويز خټک په ضد د اختياراتو ناجائز استعمال په وجه انکوائري شروع کړے

قامي احتساب بيورو خيبر پختونخوا موجوده وفاقي وزير دفاع او سابقه وزير اعلي خيبر پختونخوا پرويز خټک په ضد د اختياراتو ناجائز استعمال په وجه انکوائري شروع کړے د او په دے لړ کښي هغوئي ته سوالنامه هم ليګلے ده
زرائعو مطابق نيب خيبر پختونخوا انسټي ټيوت آف ايپلائيډ سائنسز ايند ټيکنالوجي هري پور قيام په لر کښي سابقه وزير اعلي پرويز خټک په ضد انکوائري شروع کړے ده۔زرائع زياتوي چي پرويز خټک خپل دور حکومت کښي د اختياراتو ناجائز استعمال کولو نه علاوه د ادارے قيام په غرض اسټريا ته سابقه سيکرټري هائير ايجوکيشن امجد علي خان په مشرئي کښي وفد هم ليګلے وو په کوم چي د سرکار دري ملينه روپو لاګخت راغلے وو۔د دے باوجود چي سيکرټري پلاننګ اينډ ډويلوپمنت او سيکرتري فنانس د ادارے په دومره لويه بجټ باندے جوړولو سخت مخالفت کړے وو۔زرائعو وينه د چي نيب په دغه انکوائري کښي سابقه سيکرتري هائيئر ايجوکيشن امجد علي خان او وزير مشتاق غني هم شامل کړي دي ۔پرويز خټک دے نه مخکے هم احتساب عدالت د حاضري دپاره رابللے وو خو د وزير دفاع په هيڅ مصروفياتو دريز خپلولو په وجه پرويز خټک عدالت ته نه وو حاضر شوے هم دغه وجه ده چي حضوئي ته اوس سوالنامه د انکوائري په غرض وزير دفاع دفتر ته ليګل شوے ده