نيب د شهبازشريف نوم په اى سى ايل کښې د اچولو لپاره هيډکوارټر ته خط ليکلې

احتساب عدالت د پيپلز پارټي رهنما جليل الزمان پلي بارګين درخواست منظوري نه پس رها کړو

نيب لاهور د اپوزيشن ليډر شبهازشريف نوم په اي سي ايل کښې اچولو لپاره هيډکوارټر ته خط ليکلې دے، چې په کښي وئيلي شوي دي چې شهبازشريف خلاف د آمدن نه سيوا اثاثو او مني لانډرنګ تحقيقات روان دي، د هغه نوم دے په اي سي ايل کښې وچولې شي،ذرائع وائي چې نيب د شهبازشريف ته ضمانت ميلاويدو روستو خط ليکلې دے

د اپوزيشن ليډر شهبازشريف نوم په اي سي ايل کښې اچولو لپاره نيب لاهور هيډکوارټر ته خط ليکلې دے، خط کښې وئيلي شوي چې شهبازشريف خلاف د آمدن نه سيوا اثاثو او مني لانډرنګ تحقيقات کيږې، د هغه نوم دے اي سي ايل کښې وچولې شي

ذرائع وائي چې نيب لاهور خط د شهبازشريف ته لاهور هائيکورټ نه ضمانت ميلاويدو روستو ليکلې دے

ذرئعو ترمخه نيب هيډ کوارټر د شهبازشريف نوم اي سي ايل کښې اچولو لپاره داخله وزارت سره تر دے دمه رابطه نه دے کړې

څرګنده دې وي چې شهبازشريف د لاهور هائيکورټ نه ضمانت ميلاويدو روستو قطر ته روان وو چې په ائيرپورټ ايف آئي اے ودرولو او بهر تلو نه ئې منې کړو