نيب د پخوانې وفاقي وزيرې عاصمه ارباب عالمګير خلاف د کرپشن ريفرنس دائر کولو منظوري ورکړې

0
31
جاويد اقبال

نيب د پخوانې وفاقي وزيرې عاصمه ارباب عالمګير خلاف د کرپشن ريفرنس دائر کولو او اکرم دراني او سينيټر روبينه خالد خلاف تحقيقات منظوري ورکړې ده، چيئرمين نيب وائي چې ميګا کرپشن کيسز به منطقي انجام ته رسولې شي
د نيب اعلاميې ترمخه چيئرمين جسټس ريټائرډ جاويد اقبال په مشرې کښې د نيب ايګزيکټو بورډ غونډه شوې چې په کښې انکوائرو او ريفرنسز منظوري ورکړې شويده
اعلاميه وائي پخوانې وفاقي وزيرې عاصمه ارباب عالمګير خلاف دبدعنوانې او پخوانې وائس چانسلر عبدالولي خان يونيورسټي مردان ډاکټر احسان خلاف هم ريفرنسز دائر کولو منظوري ورکړې شوې ده
غونډه کښې پخوانې وفاقي وزير اکرام دراني، سينيټر روبينه خالد، وي سي بنيظير بهټو يونيورسټي لياري ډاکټر اختر بلوچ او ميسرز کوسموس پروډکشن انتظاميه خلاف هم د تحقيقاتو منظوري ورکړې شوې ده
جسټس ريټائرډ جاويد اقبال اوئيل چې نيب د بدعنوانې خاتمے لپاره احتساب ټولو لپاره په پاليسې عمل کوي، ميګا کرپشن کيسز به منطقي انجام ته رسولې شي