نيب زرداري، بلاول او فريال تالپور په شلم مارچ تفتيش لپاره طلب کړې دي

0
17

دکراچۍ بينکنګ کورټ د مني لانډرنګ مقدمه کراچۍ نه پنډۍ ته منتقل کړی ده، بلخوا د نيب مشترکه تحقيقاتي ټيم آصف علي زرداري، بلاول بهټو زرداري او فريال تالپور په شلم مارچ تفتيش لپاره طلب کړې دي
کراچۍ بينکنګ کورټ د مني لانډرنګ مقدمه کراچۍ نه پنډې ته منتقل کولو په اړه منظوري ورکړی ده
عدالت د کيس سماعت په وخت په دغه مقدمه کښې نامزد ملزم آصف علی ذرداري ،د هغه خور فريال تالپور او نور ملزمانو ضمانت ختم کړی دې
عدالت ته دې ملزمانو لخوا کيس نه منتقل کولو په اړه استدعا شوی وه خو عدالت د هغوي استدعا رد کړې ده
بلخوا د نيب مشترکه تحقيقاتي ټيم طرف نه پخواني صدر آصف علي زرداري، بلاول بهټو زرداري او فريال تالپور تفتيش لپاره په شلم مارچ طلب کړې شويدي
د نيب جے آئي ټي د پيپلزپارټې مشرانو طلبې حوالې سره نوټي فکيشن هم جاري کړيدې