نيب ټيم د پيپلزپارټۍ رهنماخورشيدشاه سکهرته منتقل کړيدے

نيب ټيم د پيپلزپارټۍ رهنماخورشيدشاه سکهرته منتقل کړيدے

نيب ټيم د پيپلزپارټۍ رهنماخورشيدشاه سکهرته منتقل کړيدے، نيب سکهر خورشيدشاه د آمدن نه زياتو اثاثو په کيس کښې دوه ورځې وړاندې د اسلام آباد نه ګرفتار کړے وو،پيپلزپارټۍ رهنما به نن نيب عدالت سکهر کښې پيش کولے شي چرته چې به نيب ټيم د هغه ريمانډ حاصلوي
نيب سکهر او نيب راولپنډي د پيپلزپارټي رهنماخورشيدشاه دوه ورځې وړاندې د اسلام آباد نه ګرفتار کړےوو، نيب چارواکي وائي چې خورشيدشاه خلاف د آمدن نه زياتو اثاثو جوړولو کيس روان دے، او د عدم تعاون په وجه د هغۀ ګرفتاري په عمل کښې راغلې ده،نيب عدالت اسلام آباد لخوا د هغه دوه ورځې راهداري ريمانډ هم حاصل شويدے، تېره ورځ ئې طبيعت خراب شوے وو څوک چې بيا پولي کلينک هسپتال ته منتقل کړےشو، پولي کلينک هسپتال نه ډسچارج کيدو وروستو نيب ټيم خورشيدشاه د اسلام آباد نه بيګا سکهرته منتقل کړيدے،نيب ټيم به ګرفتارملزم نيب عدالت ته وړاندې کوي چرته نه چې به د خورشيدشاه ريمانډ حاصلوي