نيب ټيم فريال تالپور جعلي اکاؤنټس کيس کښې ګرفتاره کړه

نيب ټيم فريال تالپور جعلي اکاؤنټس کيس کښې ګرفتاره کړه

د نيب ټيم لخوا يو بله لويه ګرفتاري ، د آصف علي زرداري نه پس د هغه خور فريال تالپور په جعلي اکاؤنټس کيس کښې خپل حراست کښې اخيستي ده او صباله به ئې احتساب عدالت ته وړاندې کوي ، د نيب ټيم فريال تالپور لپاره زرداري هاؤس سب جيل ګرځولې دے
جعلي اکاؤنټس کيس کښې د پخوانې صدر آصف علي زرداري ګرفتارۍ نه پس د هغه خور فريال تالپور هم اسلام آباد ايف ايټ نه د نيب ټېم ګرفتاره کړه
د نيب سرچينې وائي چې د آصف علي زرداري خور فريال تالپور به صباله اسلام آباد په احتساب عدالت کښې پيش کولې شي
نيب ذرائع دا هم وائي چې فريال تالپور لپاره زرداري هاؤس سب جيل ګرځولې شويدے او د هغې طبي معائنې لپاره ډاکټرز هم زرداري هاؤس ته رابللې شويدي
واضحه دې وي چې چيئرمين نيب جسټس (ر) جاويد اقبال تيره شپه د فريال تالپور وارټ ګرفتاري باندې دستخط کړې وو او د هغې نه پس د فريال تالپور ګرفتاري په عمل کښې راغلي ده