نيب په طبې بنيادونو د نواز شريف ضمانت مخالفت کړے دے

نن به توشه خانه کيس کښې نيب ټيم نواز شريف نه تفتيش کوي

نيب العزيزيه ريفرنس کښې د نواز شريف سزا معطلۍ متعلق درخواست باندې اسلام آباد هائيکورټ کښې جواب جمع کړو،قامې احتساب بيورو په طبې بنيادونو د نواز شريف سزا معطلۍ مخالفت کړے دے
نيب العزيزيه ريفرنس کښې د نواز شريف سزا معطلۍ متعلق اسلام آباد هائيکورټ کښې په دولس صفحاتو مشتمل جواب جمع کړې،جواب کښې دريځ خپل کړے شوے چې احتساب عدالت د شواهدو جائزه اخستو نه پس نواز شريف ته اووه کاله قيد سزا اورولې ده،هغه سزا يافته مجرم دے او په ضمانت نه شې رها کيدے
نيب جواب کښې دا هم وئيلې دې چې العزيزيه ريفرنس کښې سزا خلاف د نواز شريف اپيل هم عدالت کښې زير سماعت دے او په داسې حال کښې سزا معطلۍ درخواست باندې سماعت نه شې کيدے
جواب کښې دا هم وئيلې شوې چې د نواز شريف صحت تشويشناک نه دے،ميډيکل بورډ هم د هغه فورې آپريشن سفارش نه دے کړے،بائد چې سزا معطلۍ او ضمانت باندې رهائې متعلق د نواز شريف درخواست خارج کړے شې ، نيب د تحريرې جواب يوه کاپې د نواز شريف وکيلانو ته هم ليږلې ده
اسلام آباد هائيکورټ به د نواز شريف سزا معطلۍ په درخواست باندې نورلسم جون باندې سماعت کوې