نيشنل انسټى ټيوټ لاهور کښې زير تربيت مډ کيئرر منيجمنټ سروس وفد دخيبر پښتون خوا پوليس مشره سره ملاقات کړے

0
4

نيشنل انسټى ټيوټ لاهور کښې زير تربيت مډ کيئرر منيجمنټ سروس اوولس کسيزه وفد دخيبر پښتون خوا پوليس مشره سره ملاقات کړے وفد ته دپوليس دکارکردګۍ او هلو ځلو په بنياد بريفنګ هم ورکړے شوے دے
وفد دا وخت دخپل تربيت په لړ کښې دملک دمختلفو برخو په مطالعاتى دوره دے دوفد مشرى فيکلټى ممبر محمد فاروق عديل کوى
وفدته دپوليسو دقربانو اوموجوده چيلنجونو په لړ کښې بريفنګ ورکړے شو وفد ته صوبه کښې دپوليسو ددوه زره اوولس پوليس ايکټ په لړ کښې هم معلومات ورکړے شوى دى
وفد ته دضم شوو قبائيلى ضلعو دنوى پوليس نظام په اړه هم ګټور معلومات ورکړے شوى دى دخيبر پښتون خوا پوليس مشر لخوا د وفد مشر ته دپوليسو يادګارى شيلډ هم ورکړے شوے دے