نيوزى لينډ کښې په جماعتونو حملو کښې نهه پاکستانيان شهيدان شوې: دفتر خارجه

0
60
نيوزى لينډ کښې په جماعتونو حملو کښې نهه پاکستانيان شهيدان شوې: دفتر خارجه

خارجه دفتر نيوزي لينډ کرائسټ چرچ حملو کښې د دري نورو پاکستاني وګړو د شهادت تصديق کړيدي ، ترجمان ډاکټر محمد فيصل مطابق په دغه کسانو کښې ذيشان رضا ، د هغه پلار غلام حسين او مور کرم بي بي شامله ده ، په دغه پيښو کښې د شهيد شوي پاکستانيانو شميره نهه ته رسيدلې ده ،
د خارجه دفتر ترجمان مطابق د نيوزي لينډ چارواکو جماعتونو باندي شوي د ترهګرۍ پيښو دوران د دري نور پاکستاني وګړو د شهادت تصديق کړيدي چې پکښې ذيشان رضا ، د هغه پلار غلام حسين اور مور کرم بي بي شامل دي ،
خارجه دفتر وائي چې کرائسټ چرچ حملو کښې د شهيد شوي پاکستانيانو شميره نهه ته رسيدلې ده
ترجمان اوئيل چې د ترهګرۍ په دغه پيښو کښې يو پاکستاني وګړي محمد امين څوک چې د حافظ آباد اوسيدونکي دي سخت ژوبل شويدي څوک چې تشويشناک حالت کښې په آئي سي يو کښې زير علاج دي
ترجمان دفتر خارجه نيوزي لينډ کښې د پاکستان اعزازي قونصل جنرل رابطه نمبر هم جاري کړېدي او وئيلي دي چې متاثرين خپل درخواست ،رابطه نمبر او د پاسپورټ سکين کاپي اعزازي قونصل جنرل معين فواد ته اي ميل يا واټس ايپ کولې شي