نيوزي لينډ پاکستان ته ماتې ورکړې او سيريز ئې په خپل نوم کړي

0
35
د ون ډے سيريز په دريم او آخري ميچ نيوزي لينډ پاکستان په درې وکټو ماتې ورکړې او سيريز ئې په دوه صفر سره په خپل نوم کړيدے
د نيوزي لينډ ښار آکلينډ کښې لوبيدلي ميچ کښې پاکستان ټاس وګټلو او د وړومبي بيټنګ کولو فيصله ئې وکړه
قامي ټيم د مقررره اوورونو نه درې اوورونه وړانډې د ټولو لوبغاړو په زيان دوه سوه نوي رنزونه جوړ کړل
د پاکستان لخوا بابراعظم درې اتيا ، محمد حفيظ شپږ اوويا، سرفراز احمد يو څلويښت او شعيب ملک دوه دېرش رنزونه جوړ کړل
د پاکستان دوه سوه يو نوي رنزونو په ځواب نيوزي لينډ غوره لوبه وکړه خو د ميچ دوران باران شروع کيدو لوجي ميچ د دري څلويښت اوورونو پورې راکم کړے شو چې داشان نيوزي لينډ ته دوه سوه دري شپيته ټارګټ ملاؤ شو
کوربه ټيم هدف د مقرره اوورونو نه دوه بالونه وړاندې سر کړو او د ميچ سره سره ئې د درې يو ورځني ميچونو سيريز هم په خپل نوم کړو
د نيوزي لينډ لخوا کين وليمسن څلور اتيا او مارټن ګپټل دوه اتيا رنزونه جوړ کړل
د پاکستان لخوا اظهرعلي او محمدعامر دوه دوه ، شعيب ملک، وهاب رياض او محمدعرفان يوه يوه وکټه واخسته