نيوزي لينډ کرکټ د پاکستان خلاف سيريز لپاره شيډول اعلان کړي

نيوزي لينډ کرکټ د پاکستان خلاف سيريز لپاره شيډول اعلان کړي

نيوزي لينډ کرکټ د پاکستان خلاف سيريز لپاره شيډول اعلان کړے، ګرين شرټس به دوره نيوزي لينډ په موقع د بليک کيپس خلاف دسمبر او جنورۍ کښې درې ټي ټوئنټي او دوه ټيسټ ميچونه لوبوي.نيوزي لينډ کرکټ د پاکستان خلاف ټي ټوئنټي او د ټيسټ سيريز لپاره د شيډول اعلان کړيدے، شيډول ترمخه د پاکستان او نيوزي لينډ ترمينځه به درې ټي ټوئنټي او دو ټيسټ ميچونه لوبولے شي، ټي ټوئنټي ميچونه به ، اټهاره ، بيس ، بائيس دسمبر باندې آکلينډ، هملټن او نيپيئر کښې لوبيږي، د دغې وروستو به وړومبے ټيسټ د شپږ ويشتم دسمبر او دويم ټيسټ د دريمې جنورۍ نه لوبولے شي، پاکستان کرکټ ټيم به سيريز لپاره دري ويشتم نومبر نه د نيوزي لينډ په دوره ځي، او هلته به د رسېدو وروستو درې ورځې په آئسوليشن کښې تېره وي