نيوزي لينډ کښې جماتونو کښې ډزو پيښو کښې پنځوست کسان په حق رسيدلي

0
35

نيوزي لينډ کرائسټ چرچ ښار کښې دوه جماتونو کښې ترهه ګرو ډزي کړي، ډزو پيښو کښې پنځوست کسان په حق رسيدلي او يو شمير ژوبل شويدي، د نيوز لينډ وزير اعظمي پريس کانفرنس دوران وئيلي دي چي دپيښي وړاندي نه منصوبه بندي کړې شوي وه او وارادت کښې ملوث دري ملزمان نيولي شويدي، جيکينډا ارډرن مطابق د يو ملزم تعلق د اسټريليا سره دې او د پيښې په اړه مزيد تحقيقات جاري دي،بلخوا بنګله ديشي کرکټر تميم اقبال وئيلي دي چې حملے دوران د بنګله ديش کرکټ ټيم هم جومات کښې موجود وو او ټول بچ پاتي شويدې
د خبري ايجنسۍ مطابق نيوزي لينډ کښې په دوه بيل بيل جوماتونو کښې جمعې مونځ په وخت ډزو پيښې رامخې ته شويدي چې پکښې پنځوس پورې کسان پحق رسيدلي او يو شمير ژوبل شويدي
سرچينې وائي چې د حملې نه پس پوليس حمله آور خپله قبضه کښې اخيستې دے ، څوک چې د آسټريليا سره تعلق لري او عمر ئې اته ويشت کاله خودلې شويدے ولې نور تفصيلات ئې نه دي جاري کړې
د نيوزي لينډ وزيراعظمې جيکينډا آرډرن حملو باندې خفګان څرګند کړے او وئيلي دي چې نن د نيوزي لينډ په تاريخ کښې توره ورځ ده ،
جيکينډا آرډرن دا هم وئيلي دي چې نيولې شوي ملزمانو پحقله هيڅ معلومات ميډيا ته نشي ورکولې او پلټنې ئې روانې دي
خبري ايجنسي وائي چې حملے دوران بنګله ديشي کرکټ هم جومات کښې موجود وو او هغوي بال بال بچ شويدي