نيوزي لينډ کښې په جوماتونو حملې نه وړاندې انټيلي جنس ادارو ته اطلاع ميلاؤ شوې وه

0
49

دنيوزي لينډ وزيراعظمې جيسنډرا آرډرن اعتراف کړې چې کرائسټ چرچ کښې جوماتونو باندې حملې نه وړاندې انټيلي جنس ادارو ته اطلاع ميلاؤ شوې وه ولې پوليس رسيدو نه وړاندې په جوماتونو حمله شوې وه
کرائسټ چرچ کښې خبري غونډې ته خپله وينا کښې د نيوزي لينډ وزيراعظمې اووئيل چې مسلم ملکونو طرف نه د يو والي پيغامونه ميلاويږي کوم چې د ستائينې وړ خبره ده
جسينډرا آرډرن اووئيل چې جوماتونو باندې شوې حملې دوران د ژوبل او بے درکه کسانو شناخت عمل جاري دې او نيوزي لينډ د حملې ټولو متاثره خاندانونو سره دې
نيوزي وزيراعظمې اعتراف کړې چې حملې نه څو منټه وړاندې انټيلي جنس ادارو ته د حملې اطلاع ميلاؤ شوې وه ولې چې کله پوليس ځائې ته اورسيدل نو ترههګر حمله کړې وه
هغې اووئيل چې راتلونکې وخت کښې د څه قسمه ترهګرې مخنيوي لپاره اقداماتو باندې کار روان دې او حمله آور ته به قانون مطابق سزا ورکولې شي