نيوزي لينډ کښې په دوه جماتونو فائرنګ پيښو کښې څلويښت کسان پحق رسيدلي

0
16

نيوزي لينډ کښې په دوه جماتونو کښې د جمې مونځ دوران فائرنګ واقعات رامخې ته شويدي ، سرچينې وائي چې پيښو کښې څلويښت کسان پحق رسيدلي او يو شمير ژوبل شويدي ، بلخوا بنګله ديشي کرکټر تميم اقبال وائي چې حملے دوران د بنګله ديش ټيم هم جومات کښې موجود وو او ټول محفوظ دي ،
د خبري ايجنسۍ مطابق نيوزي لينډ کښې په دوه بيل بيل جوماتونو کښې دجمې مونځ په وخت ډزو پيښې رامخې ته شويدي چې پکښې څلويښت پورې کسان پحق رسيدلي او يو شمير ژوبل شويدي
د حملې نه پس پوليس حمله آور خپل حراست کښې اخيستې دے ، څوک چې د آسټريليا سره تعلق لري او عمر ئې اته ويشت کاله خودلې شويدے ولې د ملزم په اړه نور تفصيلات نه دي جاري کړې شوي،
حمله آور فائرنګ په وخت فيس بک باندې لائيو ويډيو هم جوړوله کومه چې د وائرل کيدو نه وړاندې نيوزي لينډ پوليس ډيليټ کړيده
سرچينو دا دعوه هم کړي چې حملے دوران جومات کښي پنځه سوه پورې مونځ ګزار موجود وو
خبري ايجنسي وائي چې حملے دوران بنګله ديشي کرکټ هم جومات کښې موجود وو او هغوي بالکل بچ شويدي