نيوزي لينډ کښې په دوه جماتونو کښې فائرنګ پيښو کښې نهه کسان پحق رسيدلي

0
14
پاکستان په نيوزي لينډ کښې شوي ترهه ګرې حملې مذمت کړې

نيوزي لينډ کښې په دوه جماتونو کښې جمعې مونځ دوران فائرنګ واقعات رامخې ته شويدي ، سرچينې وائي چې پيښو کښې نهه کسان پحق رسيدلي او يو شمير ژوبل شويدي ، بلخوا بنګله ديشي کرکټر تميم اقبال وائي چې حملے دوران د بنګله ديش ټيم هم جومات کښې موجود وو او ټول محفوظ دي ، ،پيښه کښې د پاکستانيانو د څه قسمه نقصان اطلاعات نه دي رامخې ته شوي
د خبري ايجنسۍ مطابق نيوزي لينډ کښې په دوه بيل بيل جوماتونو کښې جمعې مونځ په وخت ډزو پيښې رامخې ته شويدي چې پکښې نهه کسان پحق رسيدلي او يو شمير ژوبل شويدي
د ذرائع مطابق واقعه کښې د پاکستانيانو د څه قسمه نقصان اطلاعات نه دي رامخې ته شوي
خبري ايجنسي وائي چې حملے دوران بنګله ديشي کرکټ هم جومات کښې موجود وو او هغوي بال بال بچ شويدي ، د حمله آورو نه په تيښته کښې کامياب شويدي
د دې وروستو بنګله ديش کرکټ ټېم اوپنر تميم اقبال سوشل ميډيا باندې ټويټ هم کړيدے او وئيلي دي چې حملے په وخت د بنګله ديش ټيم هم جومات کښې موجود وو او ټول محفوظ دي
تميم اقبال خلقو ته خواست هم کړے چې د هغوي حفاظت لپاره دې دعاګانې کوي