نيوکليئر سيلائرز ګروپ کښي د پاکستان شموليت سره به نړې والې سيکيورټې ته وده ميلاويږې

blank
امريکه کښې د پاکستان سفير جليل عباس جيلاني وئيلي دي چي نيوکليئر سيلائرز ګروپ کښي د پاکستان شموليت سره به نړې والې سيکيورټې ته وده ميلاويږې
امريکه کښې د پاکستان سفارتخانې لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چي نيوکليئر سپلائرز ګروپ کښي د شموليت لپاره پاکستان خپل کوششونه تيز کړيدي او دے لړ کښې جليل عباس جيلاني د امريکائي چارواکو سره ملاقاتونه هم کړيدي
جليل عباس جيلاني  د امريکې وائټ هاوس، خارجه محمکې او کانګريس مهم غړو سره  ليده کاته کړيدي چي پکښي هغوي امريکائي  چارواکو د ايټمي عدم پهيلاو په اړه د پاکستان لخوا پورته کړے شوي ګامونو نه خبر کړو
جليل عباس جيلاني اوئيل که چرې پاکستان نيوکليئر سپلائرز ګروپ کښې شامل کړے شي نو دې سره به د نړې سيکيورټې ته نوره هم وده ميلاو شي