نيپرا د بجلۍ قيمت کښې شپږويشت پيسے في يونټ اضافه کړي

د بجلۍ په نرخونو کښې اته نوي پيسې في يونټ اضافې امکان دے

حکومت يو ځل بيا اوولس ته د بجلۍ کرنټ جهټکي ورکړي، نيشنل پاور ريګوليټري اتهارټي يعني نيپرا د بجلۍ قيمت کښې شپږويشت پيسے في يونټ اضافه کړي د کوم سره به چي په عوام څوارلس ارب روپۍ اضافي بوج راځي،
حکومت د بجلۍ نرخ کښې نوره اضافه کړيده، نيپرا لخوا جاري شوي نوټيفيکشن مطابق بجلي شپږويشت پيسے في يونټ نوره ګرانه کړے شويده،
د نيپرا ترجمان وئيلي دي چي بجلۍ ګرانولو سره به په صارفين څوارلس ارب روپۍ بوج پريوځي ولي د دې اضافې اطلاق به د کے اليکټرک په صارفينو نه وي
نوټيفيکشن مطابق بجلۍ قيمت کښې د اضافے اطلاق به د يکم دسمبر نه کيږي او اضافي بوج به صرف دري سوا نه سيوا يونټ استعمالونکو صارفينو باندي اچولے کيږي