نيپرا ملک کښې د بجلۍ د غير اعلانيه لوډشيډنګ نوټس اخستې

نيپرا ملک کښې د بجلۍ د غير اعلانيه لوډشيډنګ نوټس اخستې  او بجلي تقسيمونکي کمپنو او کے اليکټرک نه ئې د غيراعلانيه لوډشيډنګ وضاحت غوښتې دے،نيپرا اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې د بجلي تقسيمونکي ټولې کمپنۍ صارفينو ته بغير د څه تعطل د بجلۍ سپلائي بحال ساتلو پابند دي

خېبرپښتونخوا پشمول د ملک زياتره برخو کښې د بجلۍ ناروا او غير اعلانيه لوډشيډنګ اطلاعاتو وروستو نيپرا د دې نوټس اخستي دے نيپرا لخوا جاري شوي اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې د بجلۍ ټول تقسيم کار کمپنۍ صارفينو ته بغير د څه تعطل بجلي فراهم کولو پابند دي اعلاميه کښې زياته کړي شويده چې د غير اعلانيه لوډشيډنګ باندې د بجلۍ ټول تقسيم کار کمپنو پشمول کے اليکټرک نه وضاحت غوښتلي شوېدے دغه رنګ د بجلۍ تقسيمونکي ټولو کمپنو او کے اليکټرک مشران د جمعے په ورځ نيپرا هيډ کوارټر ته رابللي شويدي او دوي به ملک کښې د لوډشيډنګ وجوهات او د دې مخ نيوي په حواله خپل سفارشات نيپرا ته وړاندې کوي