نړيوال اتحاد افغانستان مسئلې حل کولو کښې ناکامه شوې ، انتونيوګوټريس

د متحده قامونو جنرل سيکټري انتونيوګوټريس وئيلي دي چې نړي وال اتحاد د خپل ټول طاقت او وسائلو استعمال با وجود شل کالو دوران د افغانستان مسئلے حل کولو کښې ناکامه شوېدے ،اوس د دې مسئلې حل لپاره د متحده قامونو نه اميد ساتل به يو خوب يا خيال وي، انتونيو ګوټريس وينا ترمخه افغانستان دا مهال د انساني بحران سره مخ دے، اقوام متحده د دې مخ نيوي لپاره هر ممکن کوشش کوي

رائيټر خبري ادارے سره مرکه کښې هغه وئيلي دي چې اقوام متحده پورا کوشش کوي چې طالبان په افغانستان کښې جامع حکومت جوړولو ته رضا کړي، ولې دې سلسله کښې د دې ادارے د ثالثې صلاحيت ډير محدود دے يوې پوښتنې په جواب کښې انتونيوګوټريس ووئيل چې افغانستان کښې د انساني بحران پيدا کيدو انديښنه ده او اقوام متحده به د دې مخ نيوي لپاره هر هغه څه کوي کوم چې د دې ادارے په وس کښې وي د متحده قامونو جنرل سيکټري زياته کړه چې افغانستان کښې د دې ادارے موجودګۍ او فعاليت مطلب دا نه دے چې دا اداره به په خپل سر د افغانستان ټولې ستونزې حل کړي ځکه چې امريکه او ناټو ملکونو شل کاله کښې د هر قسمه وسائلو او طاقت استعمال باوجود هم دا مسئله حل نه کړې شوه او دې لپاره د اقوام متحده نه اميد ساتل به يو خوب وي