نړيوال عدالت د کلبهوشن بهارت ته د ليږلو خواست رد کړے ، عمران خان

يو قام د آزادې جدوجهد لپاره متحد شي نو يو طاقت هم شکست نشي ورکولي،عمران خان

وزيراعظم عمران خان د بهارتي جاسوس متعلق د نړيوال عدالت فيصله ستائيلې ، وائي چې اوس به کيس مخکښې د پاکستان د مقامي قانون مطابق چليږي
د بهارتي جاسوس کلبهوشن ياديو په حواله د نړيوال عدالت په فيصله باندې وزيراعظم عمران خان ټويټ کړے ، وائي چې د نړيوال عدالت فيصله د ستائينې وړ ده
وزيراعظم وائي چې د هندوستان دا خواست چې کلبهوشن دې بې ګناه اوګرځولے شي او واپس دې هندوستان ته اوليږلے شي ، نړيوال عدالت دغه خواست رد کړے کومه چې د پاکستان ګټه ده
وزيراعظم عمران خان وائي چې کلبهوشن د پاکستاني قوم مجرم دے او اوس به د هغه خلاف کيس مخکښې د پاکستان د مقامي قانون مطابق چليږي