نړې له پکار دى چې مونږ له وخت راکړى ، ډاکټرمحمدنعيم

نړې له پکار دى چې مونږ له وخت راکړى ، باور درکوؤ چې ستاسو ټولې اندېښنې به ختمې کړو، د طالبانو قطر دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم خيبر نيوز سره خصوصي مرکه ،وئيلي ئې دي چي زمونږ په حکومت کښي ټول قامونه شامل دي، د زنانو تعليم په اړه ډاکټر محمد نعيم اوئيل چي مونږ د زنانو د تعليم خلاف نه يو

د طالبانو قطر دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم خيبر نيوز ته اوئيل چي هيڅ يو ملک د بل ملک په خوښه حکومت نه جوړوې نوآخر په مونږ ولې داسې فشارونه اچولې کيږي ، ډاکټر نعيم مخکښې اوئيل چې د افغانستان موجوده حکومت کښې ټول قامونه شامل دي نړۍ له پکار دي چي مونږ له وخت راکړي او مونږ سره خپلي انديښني شريکي کړي، ډاکټر محمد نعيم يو ځل بيا په دې خبره زور راوړو چې نړۍ له باور ورکوؤ چې د افغانستان زمکه به د هيڅ يو ملک پرضد هم نه استعماليږي ، ډاکټر نعيم دا هم اوئيل چې دا مهال د افغانستان په زندانونو کښې هيڅ يو بے ګناه تن نشته او کومه امريکه چې ټولې نړۍ له د بشري حقونو درسونه ورکوي هغې له پکار دي خپل ملک کښې د انساني حقونو په معاملو نظر واچوي ، د زنانو تعليم په اړۀ ډاکټر نعيم دريځ خپل کړو چې اسلامي امارات د زنانو تعليم خلاف نه دې او دا چې افغانستان کښې د جينکو سکولونه مونږ نه دي بند کړي بلکه دا حالات د کرونا وبا لوجې رامخي ته شويدي