نګران حکومت د پټروليم مصنوعات په قيمتونوکښې د کمې اعلان کړيدے

0
72

عوامې رد عمل نه پس نګران حکومت د پټروليم مصنوعات په قيمتونوکښې د کمې اعلان کړيدے او دے لړ کښې نوټفيکشن جارې کړے شويدے
نوټفيکشن ترمخه خزانے وزارت د پټروليم مصنوعاتو قيمتونو کښې شپږ روپے اوو ديرش پيسے کمې کړيده،يو ليټر پټرول څلور روپے شپږويشت پيسے ارزان کړې شويدي،دغه رنګ د هائي اسپيډ ډيزل قيمت کښې د ليټر په سر شپږ روپے اوه ديرش پيسے، خاورو تيل درې روپے څلور اوويه پيسے او لائټ ډيزل پنځه روپے څلور پنځوس پيسے کمې شويدې
قيمتونو کښې د کمې نه پس د پټرولو يو لټر قيمت پنځه نوې روپے څلريشت پيسے، هائي سپيډ ډيزل يوسل دولس روپے څلور نوې پيسے، خاورو تيل دري اتيا روپے شپږ نوې پيسے او لائټ ډيزل پنځه اوويا روپے اوو ديريش پيسے مقرر کړے شويدے
د توانائې وزير وينا ده چې پټروليم مصنوعاتو په قيمتونو کښې کمې سره حکومت ته لس اربه روپے زيان رسيدلې
واضحه دې وې چې نګران حکومت د يکم جولائې نه د پټروليم مصنوعات په قيمتونو کښي اضافه کړے وه