نګران وزيراعلي د وي ائي پيز په سيکورټي مامور اضافي پوليس ګارډ د واپسۍ فيصله کړي

نګران وزيراعلي د وي ائي پيز په سيکورټي مامور اضافي پوليس ګارډ د واپسۍ فيصله کړي

د خيبر پښتونخوا نګران وزيراعلي د وي ائي پيز په سيکورټي مامور اضافي پوليس ګارډ د واپسۍ فيصله کړيده،وزيراعلي په دې سلسله کې د نوي پاليسۍ جوړولو لپاره د تجويزونو پيش کولو هدايات ورکړيدي،د نګران وزيراعلي په مشرۍ کې د اعلي پائي اجلاس کې د امن وامان او مالي معاملاتو معاملي د وزيراعظم سره د اوچتولو فيصلې شويدي،

د نګران وزيراعلي خيبر پښتونخوا محمداعظم خان په مشرۍ کې د صوبي د امن وامان او معاشي صورتحال د اعلي پائي غونډه شويده،چې پکې چيف سيکرټري، ائي جي پي او نورو اعلي چارواکو ګډون کړيدې،
اجلاس کې سابقه عوامي نمائندګانو،سابقه بيوروکريټس او نورو شخصياتو سيکورټي لپاره د پوليس ګارډ تعيناتۍ په موجوده نظام د نظر ثانۍ فيصله شوي،دې لړ کې د نوي پاليسۍ جوړولو هدايت شوې،او غير ضروري تعينات اضافي پوليس اهلکارواپس کولو تجويز ورکړې شويدې،
اجلاس ته د بريفنګ په وخت وئيلي شوي چې دا وخت څلور زرو نه سيوا پوليس اهلکار د مختلف شخصياتو په سيکورټي مامور دي،په دې موقعه وزيراعلي وئيلي دي چې کوم شخصياتو ته واقعي د سيکورټي ضرورت دې،نو هغوي ته به پوليس ګارډ ورکولې شي،نګران وزيراعلي په ډآګه کړيده چې د سيکورټي موجوده صورتحال کې غير ضروري پوليس ګارډ نشي ورکولې،
نګران وزيراعلي محمداعظم خان د صوبي مالي او امن وامان مسئلې وزيراعظم سره په ملاقات کې د اوچتولو فيصله کړيده،
هغه زياته کړي چې نګران حکومت به دا معاملې په ترجيحي بنيادونو حل کوي،