نیب خیبرپښتونخوا کنګ عبدالله ټيچنګ هسپتال باندې چاپه وهلې

نیب خیبرپښتونخوا کنګ عبدالله ټيچنګ هسپتال باندې چاپه وهلې

نیب خیبرپښتونخوا کنګ عبدالله ټيچنګ هسپتال باندې چاپه وهلې ،ډي جي نيب هسپتال پشمول د صحت محکمي پخواني ريکارډونه چیک کړي دي.
د نیب چارواکو وویل، نیب د کال دوه زره شپاړس نه تر دوه زره درې ديرش پورې د دوایانو د خریداری او د سالانه بجټ په اړه تحقیقات کوي، ابتدايي تحقیقاتو کې د دوایانو او نورو سامانونو په خریداری کې د بدعنوانې شواهد موندل شوي دي،
دې جې نیب وینا ده چی
د اربونو روپو بجټ باوجود د هسپتالونو حالت خراب دې،او په ابتدايي تحقيقاتو کې معلومه شوې چې اربونه روپۍ د تنخواګانو په مد کې او په لکونو روپۍ یوازې د دوایانو لپاره ساتل شوي دي.
نیب مطابق چې تير وخت کښي به ټوله خریداری پيښور کښي کيدله اوس به داسي نه کیګی،
د نېب مطابق چې اوس د ضلعې په سطح به د دوایا نو د خریداری لپاره پنځلس ورځې وخت ورکړی شوی دی