نیب چیئرمین ویډیو حکومت سره پراته ده

نیب چیئرمین ویډیو حکومت سره پراته ده،د پيپلز پارټۍ رهنما سعید غني الزام،سعيد غنې وائي چې نیب چیرمین په دغه ویډیو بیا بیا بلیک میل کیږي ،چيئرمين نيب د خپل اختياراتو ناجائزه استعمال کوې،نيب کارروايانو له وجې خلک په خودکشيانو مجبوره شوې دې .

کراچۍ کښی خبري کانفرنس ته د پيپلز پارټۍ رهنما سعید غني چیرمین نیب په کردار سختۍ نیوکۍ کړي،هغه الزام لګولے دے چې د چيئرمين نيب ویډیو حکومت سره پرته ده،حکومت دغه ويډيو باندې جسټس ريټائرډ جاويد اقبال بيابيا بليک ميل کوې ،سعید غني الزام لګولے دے چې تحريک انصاف رهنما حلیم عادل شیخ په زمکو قبضے کړې دې،مونږ نيب نه د هغه ګرفتارۍ مطالبه کړیده خو تراوسه نيب د هغه خلاف کارروائې نه ده کړې سعيد غنې وينا وه چې د نيب قانون ټولو نه زيات غلط استعمال چيئرمين نيب کوې،نيب ماته هم دهړکې راکړې وے،خو د نيب بدمعاشې نوره نه شې چليدے،د نيب غيرقانونې لاس وهنۍ له وجې حکومتونه کار نه شې کولے،نيب او ملکې معيشت يوځائے نه شې چليدے،پيپلزپارټۍ رهنما دا هم وئيلې دې که چرے نيب قوانين کښې بهترې راتلے شې نو پکار دے چې دے کښې اصلاحات اوشې،سعيد غنې زياته کړې ده چې خورشيدشاه،آصف زردارې او اعجاز جاکهرانې خلاف انتقامې کارروايانې روانے دې