ن ليګ د ليول پليئينګ فيلډ نه ورکولو بندوبست کړي ،بلاول بهټو

ن ليګ د ليول پليئينګ فيلډ نه ورکولو بندوبست کړي ،بلاول بهټو

ن ليګ د ليول پليئينګ فيلډ نه ورکولو بندوبست کړي ، شکائت هم د ن ليګ نه لرو ولي غواړو چي پي ډي ايم کښې شامل سياسي ګوندونه ليول پليئينګ فيلډ په معامله اواز پورته کړي

لاهور کښې ميډيا سره خبرو اترو کښې پيپلز پارټي چئيرمين بلاول بهټو زرداري وئيلي چي د اليکشن شيډول اعلان اختيار اليکشن کميشن لري او پکار ده چي اليکشن کميشن دي په فوري توګه اليکشن شيډول جاري کړي
بلاول بهټو زرداري اوئيل چي د ليول پليئينګ فيلډ معامله ټولو سياسي ګوندونو ته خکاري او هغوي ن ليګ سره ليول پليئينګ فيلډ په معامله تحفظات لري
بلاول اوئيل چي ترقياتي فنډ او منصوبو تکميل اصول واضح دي ، داسي نشي کيدے چي نورو صوبو کښې ترقياتي بجټ استعمال اجازت وي او سند محرومه وي
بلاول بهټو زرداري داهم اوئيل چي پنجاب او وفاق کښې ترقياتي سکيمونو باندي کار جاري دے ټولو صوبو کښې ليول پليئينګ فيلډ پکار دے او ترقياتي بجټ استمعال اجازت يو شان پکار دے
نواز شريف واپسي په اړه شوي تپوس په جواب کښې بلاول بهټو زرداري اوئيل چي نواز شريف ته واپسي پکار ده ، پيپلز پارټي د هغه واپسي هر کلے کوي ، چي څنګ مونږ خپل کيسونو ته مخامخ شوي يو پکار دي چي نواز شريف هم خپل کيسونو ته مخامخ شي
بلاول بهټو زرداري د سپريم کورټ کاروائي نيغ په نيغه نشر کولو ستائينه اوکړه او وے وئيل چي د اولس مسائل حل کول او ريليف مقصد پکار دے