ن ليګ د ملک معيشت تباه کړے، کۀ حکومت کښې راغلو نو ټېکس به کموو: عمران خان

0
28
ن ليګ د ملک معيشت تباه کړے، کۀ حکومت کښې راغلو نو ټېکس به کموو: عمران خان

د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان وئيلي دي چې د مسلم ليګ ن تجربه کار ټيم د ملک معيشت تباه کړيدي او هم دغه وجه ده چې نن د ډالر نرخ يو سل اتويشت روپو ته رسيدلې دے

دا خبري هغه لاهور کښې تاجرانو ته د خطاب په وخت کړيدي
د عمران خان خان وينا وه چې د ډالر نرخ کښې د اضافے سره هر يو څيز ګران شويدي او د روپے نرخ کميدو سره بهر ملکي قرضو کښې له نوره اضافه شويده
د تحريک انصاف چيئرمين اوئيل چې د معيشت سره سره د ملک هر يوه اداره تباه کړې شويده ، مونږ به سيلز ټيکس کښې کمي راولو ځکه چې ټيکس کم وي نو ډير خلق به ټيکس ورکوي
عمران اوئيل چې اوئيل دري ځله د ملک وزيراعظم جوړيدونکي نواز شريف ځامن وائي چې مونږ پاکستاني وګړي نه يو ، چې د يوے پارټۍ د ليډر مرګ ژوند د پاکستان سره نه وي نو هغوي بيا هيڅ کله هم د پاکستان د بهترۍ سوچ نشي کولې او زياته ئې کړۀ چې د ملک دولت لوټلو په ذريعه د نواز شريف او اسحاق ډار بچي ارب پتيان جوړ شويدي