هاکي ورلډکپ پول بي کښې نن دوه ميچونه لوبولې شوي

0
31
هاکي ورلډکپ پول بي کښې نن دوه ميچونه لوبولې شوي

هاکي ورلډکپ پول بي کښې لوبولې شوي ميچونو کښې آسټريليا چين ته او انګلينډ آئيرلينډ ته شکست ورکړيدے
د هندوستان رياست اړيسه کښې جاري هاکي ورلډکپ پول بي کښې اولنې ميچ د چين او آسټريليا ترمينځ اولوبولې شو ، ميچ د شروع نه کنګروز ټي لوبه خپل قابو کښې کړي او مکمک يکطرفه ميچ وو
آسټريليا څلور کوارټرز ميچ کښې چين ته د صفر په مقابله کښې په يؤلس ګولونو شکست ورکړے
د پول بي دويم ميچ کښې انګلينډ او آئيرلينډ ترمينځ لوبولې شوي
اولني دوه کوارټرز کښې دوه دوه ګولونو سره مقابله برابر وه ولې دريم او آخري کوارټر کښې برټش ټيم دوه نور ګولونو کولو سره آئيرلينډ ته دوه په بدل څلور ګولونو سره شکست ورکړيدے
هاکي ورلډکپ کښې به پاکستان پول ډي کښې خپل آخري ميچ د نيدرلينډ خلاف په نهم دسمبر لوبوي