هرات ولايت کښې د طالبانو حمله کښې څوارلس ملي اُردو په حق رسيدلي

0
164
هرات ولايت کښې د طالبانو حمله کښې څوارلس ملي اُردو په حق رسيدلي

د افغانستان هرات ولايت کښې د سيکيورټي فورسز په چيک پوسټونو د وسله والو حملې په نتيجه کښې څوارلس ملي اُردو په حق رسيدلي دي
د هرايت ولايتي شورا غړي نجيب الله خبري ادارو ته وئيلي دي چې شين ډنډ اولسوالۍ کښې د طالبانو د سيکيورټي فورسز په دوه چيک پوسټونو حملې کړېدي
د هغه وينا وه چې د حملې په نتيجه کښې څوارلس پوځيان په حق رسيدلي او شل اهلکار طالبانو تښتولي دي
د افغان دفاع وزارت وياند سيدجاويد د هرات ولايت د حملې تصديق کړے او وئيلي ئې دي چې حملې له وجې لس سيکيورټي اهلکارو ته مرګ ژوبله اوړيدلې ده
د طالبانو وياند قاري يوسف د دې حملې ذمه واري قبوله کړېده