هزاره او ملاکنډ ډويژن کښې د لينډ سلائيډنګ او واورو په وجه لارې بندې شويدي

هزاره او ملاکنډ ډويژن کښې د لينډ سلائيډنګ او واورو په وجه لارې بندې شويدي

خيبرپښتونخوا هزاره او ملاکنډ ډويژن کښې د لينډ سلائيډنګ،واورو او باراني اوبو په وجه لارې بندې شويدي ، محکمي ريليف خيبرپښتونخوا په احکاماتو ځني ځايونو کښې امدادي کارروائۍ جاري دي او ځني لارې هم کهلاؤ کړې شويدي
د محکمه ريليف خيبرپښتونخوا لخوا جاري شوي رپورټ مطابق کوئي پالس کښي د بارانونو په وجه لينډ سلائيډنګ شوې او بعضې شاهراګانې بندې شويدي
د رپورټ ترمخه شديد برفبارۍ په وجه کاغان او بالائي علاقو لارې هم بندې شويدي په کومه چې امدادي کارروائۍ جاري دي
دا شان تيمر ګره کښې هم د ډير باران په وجه لينډسلائيډنګ شوې او شاهرا نه د ملبې اوچتولو کار روان دے
دې نه علاوه د سوات په کبل سيمه کښې هم بارانونو په وجه يو کور ته زيان رسيدلې دے
بلخوا هري پور کښې هم د بارانونو په وجه حادثه کښې يو تن پحق رسيدلې او يو ژوبل شويدے