هندوستان امريکې سره فوجي لوظنامه لاس ليک کړيده

0
206
هندوستان امريکې سره فوجي لوظنامه لاس ليک کړيده

هندوستان امريکې سره فوجي لوظنامه لاس ليک کړيده،د هندوستاني خارجه وزيرې سشما سوراج د امريکې خارجه وزير مائيک پومپيو شريک پريس کانفرنس،سوراج وائي چي نيوکليئر سپلائرز ګروپ کښې د هندوستان شموليت لپاره په شريکه کار کولو باندي هم اتفاق شويدې
د امريکې خارجه وزير مائيک پومپيو او دفاع وزير جيمز مټيس د هندوستان په دوره دي،نوي دلي ته په رسيدو دهندوستان خارجه وزيرې سشما سوراج د امريکائي چارواکو هرکلې اوکړو،د ملاقاتونو وروستو سشما سوراج او مائيک پومپيو شريک پريس کانفرنس هم کړيدې
د بهارتي ميډيا ترمخه امريکې او هندوستان ترمينځه فوجي معاهده باندي لاس ليک شويدې ،لوظنامې لاندې به هندوستان د امريکې نه حساس ترين فوجي آلاتو خريداري کولي شي
امريکې د نيوکلئير سپلائيرز ګروپ کښې د هندوستان شموليت لپاره د کار کولو يقين دهاني هم ورکړيده