هندوستان خلاف ميچ کښې په لوبغاړي ډير دباو وي ولې دوبئي ويکټ د پاکستان په حق کښې ده

0
10

قامي کرکټر فخرزمان وئيلي چې هندوستان خلاف ميچ کښې په لوبغاړي ډير دباو وي ولې دوبئي ويکټ د پاکستان په حق کښې ده
قذافي سټيډيم لاهور کښې پريکټس وروستو د قامي ټيم سټار کرکټر فخر زمان خبريالانو ته ووئيل چې ايشيا کپ لپاره لوبغاړو خپلې تياريانې مکمل کړي دي او هر لوبغاړې د راتلونکي ايونټ لپاره سخت محنت کړېدے
فخرزمان هندوستان خلاف ميچ په اړه سوال په جواب کښې ووئيل چې روايتي حريف خلاف ميچ کښې په لوبغاړو دباؤ موجود وي او هم دغه حال د هندوستان کهلاړيانو هم وي خو متحده عرب امارات په ويکټ پاکستاني لوبغاړي د نورو نه سيوا تجربه لري د کومې فائده چې قامي ټيم ته حاصل ده
فخرزمان زياته کړه چې هندي ټيم له به چيمپئنز ټرافۍ فائنل په رنګ شکست ورکولې شي