هندوستان کرکټ بورډ دافغانستان کرکټ بورډ ټي ټونټي ليګ بهارت کښې د لوبولو درخواست مسترد کړې

هندوستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ بورډ په خواهشاتو خاورے واړولې ، يعني بهارتي کرکټ بورډ افغانستان ته صفا الفاظو کښې انکار کړے چې هغوي د ليګ لپاره خپل ملک کښې افغانستان ته د لوبولو اجازت نشي ورکولې
افغانستان کرکټ بورډ ټونټي ليګ لپاره هندوستان د هوم ګراؤنډ په توګه پلان کړې وو او دې حوالې سره ئې مئي مياشت کښې بهارتي کرکټ بورډ ته باضابطه درخواست هم کړې وو چې د ټي ټونټي ميچز کولو لپاره دې ورته مختلف ښارونو کښې لوبولو اجازت ورکړې شي
د بهارتي کرکټ بورډ يو غړي ميډيا سره خبرو کښي دې تصديق هم کړے چې افغانستان کرکټ بورډ ټي ټونټي ليګ بهارت کښې د لوبولو خواهش لري خو د هغوي دغه درخواست مسترد کړې شويدےځکه چې انډين بورډ په خپله آئي پي ايل ميچز خپل ملک کښې کوي