هنرمندانو دصوبائى حکومت اوکلچر ډيپارټمنټ په ضد رټ دائر کړې

0
33
هنرمندانو دصوبائى حکومت اوکلچر ډيپارټمنټ په ضد رټ دائر کړې
هنرمندانو دصوبائى حکومت اوکلچر ډيپارټمنټ په ضد رټ دائر کړې

دخيبر پښتونخوا يو شمير هنرمندو دصوبائى حکومت او کلچر ډيپارټمنټ په ضد هائيکورټ کښې رټ دائر کړېدې رټ کښې غوښتنه شوى چې ثقافت کے امين په نوم امدادى پيکج کښې دى محرومه هنرمندو ته برخه ورکړې شى
پيښور هائيکورټ کښې دوه ديرش هنرمندانو دصوبائى حکومت او کلچر ډيپارټمنټ په ضد رټ دائر کړيدې
درټ متن کښې ليکلے شويدې چې صوبائى حکومت ماهانه پيکج اعلان کړيدې چې تر مخه ئې پنځه سوه فنکارانو ،ګلوکارانو او ارټسټانو ته ديرش زره روپۍ د مياشتى امداد ميلاويږى
رټ کښې ليکلے شويدى چې صوبائى حکومت کلچر ډيپارټمنټ دثقافت کے امين په نوم شروع کړې شوى امدادى پيکج کښې منظور نظر خلکو ته ماهانه پيکج ورکړېدې ولې ددى پيکج نه په سوونو خلک محرومه پاتى شويدې
رټ کښې صوبائى حکومت،کلچر ډپپارټمنټ،سيکرټرى خزانه او دثقافت کے امين پيکج لپاره جوړه شوى کميټى فريق جوړ کړې شويدى