هنزه ګوجال کښې نن د ضمنى اليکشن لپاره د ووټونو اچولو عمل روان دے

0
44
عام انتخاباتو کښې ولس سره سره سياسي ليډران او اهم شخصيات هم ووټونه کاسټ کوي

هنزه ګوجال کښې نن د ضمنى اليکشن لپاره د ووټونو اچولو عمل روان دے
تفصيلاتو ترمخه ګورنر ګلګت بلتستان مير غضفر على خان خالى شوى سيټ باندې تقريباً يوؤلس مياشتې پس نن باقاعده پولنګ روان دے چې پکښې شپږ ديرش زره څلور سوه اووه ويشت رجسټرډ ووټران د خپل حق رائے دهى استعمال کوى او ګلګت بلتستان قانون ساز اسمبلۍ حلقه شپږم ضمنى انتخابات نن سرته رسى
دې ضمنى انتخاباتو کښې حکمران جماعت مسلم ليګ ن سره اووه اميدواران ميدان کښې وى چې لپاره ئې څلور شپيته پولنګ سټيشنې قائم کړے شويدى
دې ضمنى ټاکنو کښې امنيټ ټينګ ساتلو لپاره دسيکورټى کلکګ ګامونه پورته کړے شويدے