هنګو کښې بے دردۍ سره قتل کړې شوې نهه کلنې ماشومې مديحه قاتل نيولې شويدې

هنګو کښې نهه کالنې ماشومې قتل کښې ککړ ملزم الياس د قتل اعتراف کړې

هنګو کښې بے دردۍ سره قتل کړې شوې نهه کلنې ماشومې مديحه مبينه قاتل نيولې شويدې،ضلعي پوليسو مشر شاهد احمد وائي چې ملزم د جرم اعتراف کړې او ولقې نه ئې آله قتل هم برآمد شوې ده،
د هنګو ډي پي او شاهد احمد خان تصديق کړې چې د ټل سروخيل سيمه کښې د نهه کلنې ماشومې مديحه قتل کښې ککړ ملزم نيولې شويدې ،
ډي پي او هنګو مطابق الياس نومې نيولې شوې ملزم ماشومې سره د زياتي او قتل اعتراف کړې اود قبضې نه ئي آله قتل هم برآمد شويده،
شاهد احمد خان دا هم وئيلي چې ملزم نور تفتيش لپاره کوهاټ ته منتقل کړې شوې دې ،
پوليسو وئيلي دي چې اغوا نه پس ماشومې سره جنسي زياتې شوې وو او بياقتل نه پس د هغې مړې ځنګل کښې غورځولې شوې وو،
بلخوا د خيبر پختونخوا آئي جي پي ډاکټر ثناالله عباسي هم د مديحه
کور ته تلې او د هغې خپل خپلوانو سره ئې غمرازي کړيده